افغانستان

لوگريان: طالبانو د نجونو زده‌کړو ته شرطونه ايښي دي

د لوگر اوسېدونکو او ديني عالمانو د انجونو زده کړو ته د طالبانو له لوري د شرطونو د ايښودلو خبر ورکړی، هغوی د دې کار هرکلی کړی دی. د لوگر د خلکو په وينا طالبانو ورته ويلي، د اسلامي حجاب د اغوستلو په شرط انجونو ته ښوونځيو ته د تگ اجازه ورکوي.

خلک وايي، طالبانو دا هم ويلي، چې زده کوونکې بايد له ځان سره مبايل تلفونونه ونه ساتي.

د لوگر خلکو او ديني عالمانو د طالبانو دغه کار ستايلی او د ښوونې او روزنې له رياسته يې غوښتنه کړې، چې دې ولايت کې د انجونو د زده کړې په بهير کې بدلون راولي.

د لوگر د ښوونې او روزنې رياست د څار او ارزيابۍ څانگې مسوول فضل عمر وايي، د مرکز پل علم او برکي برک ولسواليو ټول هغه ښوونځي بېرته پرانستل شوي، چې پخوا د طالبانو له لوري تړل شوي وو. ښاغلي عمر زیاته کړې ده، په دغو دوو ولسواليو کې د د ښځينه زده‌کوونکو اتيا سلنه ستونزې هوارې شوې دي او تر راتلونکي کاله به هيڅ ستونزه نه وي پاتې.

په پل علم او برکي برک کې ټول اته ويشت ښوونځي تړل شوي وو، خو د دې ولايت د ښوونې او روزنې رياست په وينا اوس ټول پرانيستي دي او انجونې د زده کړې لپاره ورځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button