افغانستان

ننگرهار کې نن د نارنج گل مېله او مشاعره کېږي

ټاکل شوې ده، نن د افغانستان ختيځ ولايت کې د نارنج گل دوديزه مېله او مشاعره ترسره شي.

د ننگرهار ولايت د رسنيو دفتر پر خپله فېسبوک پاڼه د مېلې ځينې انځورونه خپاره کړي دي، چې لا هم پيل شوې نه ده. سرچينې ليکلي، چې مېله به په څو شېبو کې پيل شي او وروسته به مشاعره تر سره شي.

د ننگرهار چارواکي وايي، نارنج گل مېلې او مشاعرې ته يې ټينگ امنيتي تدابير نيولي دي.

نارنج گل مېله او مشاعره هر کال په هغو شپو ورځو کې ترسره کېږي، چې د نارنج گلان زور کې وي. مشاعره کې د افغانستان د گڼو ولايتونو او پښتونخوا شاعران او اديبان گډون کوي.

خو هغه څه چې يو شمېر شاعران او اديبان يې خپه کړي، د چارواکو له لوري پر ځينو شعرونو ويلو بنديز دی، چې له ډېرو کلونو راهيسې پر نارنج گل مشاعره مسلط دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button