د امريکا سفير: افغانستان به د امريکا د بهرني سياست د اجنډا په سر کې وي
کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير مايکل مکينلي څرګنده کړې ده، چې افغانستان به له دې وروسته هم د امريکا د بهرني سياست د اجنډا په سر کې وي. هغه وويل: «د امريکا په ټاکنيزو مبارزو کې د افغانستان مسالې ته نه پاملرنه په دې معنا نه وه، چې ګونې امريکا افغانستان هېر کړی دی».
د امريکا سفير دا خبرې په داسې مهال کې کوي، چې امريکايانو ډونالډ ټرمپ د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپل نوي ولسمشر په توګه وټاکه. تر دې دمه دا خبره توده وه، چې ولې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو کانديدان په خپلو خبرو کې افغانستان له سره يادوي نه.
د امريکا سفير نن کابل کې د دې هېواد سفارت کې وويل، چې که له دې دواړو څخه هر يو ولسمشر شي، افغانستان سره راتلونکې کې ښې اړيکې ولري او همکاري به يې وکړي. هغه ټينګار وکړ، چې د امريکا او افغانستان اړيکې به په هر ډول حالاتو کې ټينګې وي. نوموړي د بروکسل او وارسا غونډو ته په اشاره وويل، چې هېواد يې د يوه باثباته افغانستان له پاره تازه ژمنې کړې دي.
د سفير په وينا د دواړو هېوادونو اړيکې پر ګډو ګټو ولاړې دي او که هر ګوند بريالی شي، دا اړيکې به همداسې پاتې وي.
د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې شېبه وړاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ ګټونکی اعلان شو او مقابل لوري يې خپله ماته ومنله.