افغانستانخبرونهسلايډ

بلخ ولایت کې له اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې

په شمال کې د سرې میاشتې مسئولین وایي، په بلخ ولایت کې له ۳۵۰ اړمنو کورنېو سره مرستې وشوې.

دغو اړمنو کورنېو ته چې کوم خوراکي توکي ورکړل شوي، په هغو کې ۵۰ کیلو وريجې، لس لېتره غوړي، لس کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره، دوه کیلو چای او دوه کیلو مالګه موجود دي.

په شمال کې د سرې مېاشتې مشر ډاکټر احسان الله اوغلي وايي، دا هغه بېوزلې کورنۍ دې چې په بلخ ولایت کې ژوند کوي او یاهم له نور ولایتو بلخ ته راغلې دي.

نوموړی وایي دغه کورنۍ لومړی زموږ د سروې د ټیم لخوا په نښه او وروسته بیا ورباندې خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاتوي دغه مرستې د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ، د ترکېې له لوري شوې دي. دغو بېوزلو کورنیو، د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

په افغانستان کې د سرې میاشتې چارواکې وایي، د ترکېې هېواد له بلخ ولایت سره هم مهاله په کابل کې هم له ځېنو اړمنو کورنېو سره مرستې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button