نوې ترسره شوې څېړنې ښکاره کوي چې د انسان يوازېتوب يې پر روغتيا ډېر دروند تمامېدای شي. د څېړنې له مخې دغه ډول ژوند کول کولای شي انسان د زړه په مرض، دغه راز د دماغي سکتې او سرطان د رامنځ ته کېدو او ډېرېدو لامل شي.
څېړنه وايي چې بايد د يوازېتوب له عادت څخه ځان وساتلو، کنه تاثيرات به يې د انسان پر بدن خطرناک وي. څېړنه زياتوي چې يوازېتوب له درې اړخونو د انسان پر بدن تاثير کوي چې په پايله کې يې د خطرناکو ناروغيو لامل ګرځي.
دغه درې تاثيرات چې يوازېتوب يې د انسان بدن ښکار کوي، دغه دي:
- يوزېتوب د انسان پر فردي سلوکو اثر کوي. د يوازېتوب له امله له خلکو سره د سړي په تعامل کې بدلون رامنځ ته کېږي.
- يوازېتوب دغه راز نفسي او سايکالوژيکي تاثير هم لري. معنا دا چې يوازېتوب د انسان پر بدن داسې تاثير کوي چې خوب يې کمېږي، يا له کومې بلې ستونزې سره مخ کېږي چې په پايله کې يې د انسان پر ژوند تاثير لري.
- د يوازېتوب بل تاثير فزيکي دی. د دغه عادت له امله د انسان بدن د لوړ فشار او نورو ستونزو سره مخ کېږي.
د دغو پايلو د ترلاسه کولو له پاره مختلفې څېړنې ترسره شوې دي. يوه څېړنه کې ۱۸۱ زره کسانو برخه اخيستې وه. په دو کې ۴۶۲۸ کسانو د زړه ناروغي لرله او ۳۰۰۲ نور کسان د دماغي سکتې له ناروغۍ سره مخ شوي وو.
څېړونکي وايي چې هغه کسان چې قلبي ناروغۍ لري، او له دې سره د يوازېتوب له ستونزې سره هم مخ دي، د دوی ناروغي ۲۹ سلنه ډېرېږي. دغه راز، هغه کسان چې د دماغي سکتې له مرض سره مخ دي، يوازېتوب يې ۳۲سلنه ناروغي ډېروي.