ژباړه: حمیدالله حمیدي
۱- مسکا تر ټولو ارزان بیه شی ده، که غواړئ ښکلې څېره ولرئ مسکي اوسئ.
۲- که مثبت فکر کوئ، ملګري به مو ډېر وي او له تاسو سره د وخت تېرولو څخه به خوند اخلي.
۳- د هغه نعمتونو په اړه فکر وکړئ، چې همدا اوس یې لرئ، نه د هغه مصیبتونو په اړه، چې در باندې تېر شوي.
۴- و وایئ هر څه عالي دي، ځکه خدای پاک ستاسو خبرې اوري تر څو په حقیقت یې در بدلې کړې.
۵- هره خبره په کافي اندازه تکرار کړئ تر څو په حقیقت بدله شي.
۶- موږ همغه څه ته رسېږو، چې په اړه یې فکر کوو، نو په ذهن کې مو لویو افکارو ته ځای ورکړئ.
۷- ځان مو پاک او شفاف ساتئ، ځکه تاسو هغه دریڅه یئ، چې نړۍ ته ترې ورګورئ.
۸- لوړې هیلې ولرئ او د رسېدو لپاره یې په خوا ور ودانګئ.
۱۰- ځان مو له ناروغو افکارو لرې وساتئ، چې عبارت دي له کینې، حسادت او حقارت څخه.
۱۱- دعا کولای شي، چې له هرې شپې وروسته تاسو ژوندي را پورته کړي او هر ورځ مو په خوښۍ تېره شي.
۱۲- هېڅکله ناهیلې کوونکې او داسې خبرې مه کوئ، چې ګواکي ماتې مو خوړلې ده، تل د هیلې، باور، ایمان او بریا په شان کلمې وکاروئ.
۱۳- د نورو پر وړاندې مو د حسادت کړکۍ بنده کړئ، د زړه دریڅه مو د مثبتو افکارو پر لور خلاصه کړئ.
۱۴- په مینه، محبت او مثبت نظر نورو ته وګورئ، دغه څه مو د ملګرو په نوملړ کې زیاتوالی را ولي.
۱۵- دعا مو داسې مه مطرح کوئ، چې ګواکي له خدای پاک څخه څه غواړئ، شکر ایستل تر ټولو ښه دعا ده.