
د غزني ولایت محلي چارواکې وایي، د پکتیا ولایت، ملي امنیت مرستیال نن هغه مهال ووژل شو، کله چې نوموړی د غزني نه د کابل په لور روان وه.
دغه برید کې د ملي امنیت مرستیال پر وژل کېدو سربیره، پنځه عسکر هم ټپیان شوي.
د غزني ولایت محلي چارواکي د پېښې د رامنځته کېدو ځای داسې ښيي، دغه پېښه د غزني ولایت، اندړو ولسوالۍ په چهاردیوار سېمه کې شوې.
د غزني ولایت، اندړو ولسوالۍ یوه له هغو ولسوالیو نه ده. چې زیاته برخه یې د طالبانو په لاس کې ده.
خو د دغې پېښې په اړه د پکتیا ولایت چارواکو تر اوسه څه ندي ویلي.