سالار
انارشېزمAnarchism یو سرمایہ دارانہ نظریه ده، چې د نولسمې پیړۍ په پیل کې راڅرګنده شوه او نن بیا د یو فکر او تحریک په شکل کی د اهمیت وړ ګرځي. د دې فکر ابتداء یوه پادري وکړه، چی نوم يې Calvanist William Godwin وو او د ۱۷۵۶م نه تر ۱۸۳۶م پورې ژوندی و.
خو په انګلستان کې دا فکر هیڅکله ونه منل شو، د انارشېزم ستر مفکرین په فرانسه او روس کې پیدا شول، او د نولسمې او شلمې پیړۍ په پیل کې په نوموړو دواړو هیوادونو او هسپانیه کې انارشېزم د یو زورور تحریک په شکل را پورته شو، په اوسنی دور کی دغه تحریک په امریکا، یوکرائن، مکسیکو، بولیویا او چین کی پیروان لري.
په اسلامی هېوادونو کې تیونس او ایران د نوموړي تحریک له نظریاتو نه ډېر متأثر ښکاري. د نولسمې پیړی د سترو انارشستانو نومونه داسې دي؛
Peirre Proudhon
Leo Tolstoy
Mikhail Bakunin
Prince Peter Kropotkin
Emma Goldman
په اوسني دور کې چې د انارشېزم نه ډېر متأثر دي، هغه دوه کسان دي Chomsky او Nozick.
Wallerstein او Rand د اوسنی دور تر ټولو با اثره انارشستان دي.
د انارشېزم بنیادي تصور:
انارشسټ تحریک د سرمایه دارانه عدل د حصول د هلو ځلو لپاره رامنځته شوی دی، سرمایه دارانه عدل بیا دا دی چې هر کس د دې خبرې مکلف او پابند دی، چې دی د خیر او شر په اړه هر تعریف چې کوي آزاد دی، یعنی بل څوک یا بله ډله دې د خیر او شر په اړه دی بل تعریف او تعبیر ته نه شي مجبورولی.
دې ته خودتخلیقیت (Autonomy) وایي.
انارشستان دا فکر کوي چې ریاست د خودتخلیقیت په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی او د ریاست له ختمولو پرته د خود تخلیقیت او مساویانه ازادۍ(Equal Freedom) رواجول ناشوني دي.
انارشستان پر دې خبره باوري دي چې د خودتخلیقیت د رامنځ ته کولو لپاره خود حاکمیت(Self Government) حتمی دی. انسان باید یوازې د خپل نفس بنده او تابع وي، او د باندې قدرت منلو ته هیڅ کله چمتو نه وي، انارشېزم د جمهوریت خالص ترین سکیلیت(sceleton) دی، ځکه جمهوریت له نفس پرستۍ پرته بل هیڅ نه دي.
انارشستان د هغو ټولو ټولنیزو ادارو مخالف دي، چې نفس پرستی تهدیدوي، ډیری انارشستان ملحدین او کفار وي، دا ځکه د دوی په عقیده الله جل جلاله او مذهب نفس پرستی ردوي، ځینو انارشستي مفکرینو د عیسایت د نفس پرستۍ تعبیر هم کړی دی، او د شلمې پېړۍ ایراني مفکر علي شریعتي د همهغو مفکرینو په تقلید کې د انسانی الوهیت تصور وړاندې کړ. (خو شریعتی خپله انارشسټ نه وو د هغه فکر د اشتراکي او اسلامي تصوراتو یو ګډوډ خیال وو).
انارشستان د کورني نظام دښمنان دي، انارشست عوامی تحریکونه د ذلیل ترینو جنسی اړیکو تبلیغ کوي، په دوی کې ځینې کسانو د دې فحش کار د ترویج او تبلیغ لپاره خپل ټول ژوند وقف کړی، دوی د مکاتبو هم سخت ضد دي، ځکه وايي مکتب د ریاست د امر منلو درس او عادت ورکوي.
د نظامونو د ړنګولو لپاره د دوی یو مکتب تشدد او زور زیاتی ضروري بولي، دا متشدد انارشستان په روسیه کی راښکاره شول، باکونین، کروپوټکین او سرجي ناچیو له دوی سره یو ځای شول، دا درې واړه ملحدین وو، دوی د پادریانو د عام قتل او اسلام دښمنۍ تبلیغ ډېر کوي.
د انارشستانو دوهم مکتب د فردي تشدد درس ورکوي، خلاصه د دې تحریک بنیادي محرک جنسي بې لاریتوب و، خصوصا په امریکا او اروپا کې چې کورني نظامونه يې بالکل له منځه یووړل.