اردگان: د کودتا هڅه د ټولې اسلامي نړۍ د په نښه کولو يوه کړۍ وه
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردگان دې هېواد کې ناکامه شوې کودتا د هغې «لوبې» کړۍ وبلله، چې په وينا يې له مخې يې ټوله اسلامي نړۍ په نښه شوې ده. ترکيه کې تېره جولای مياشت کې پر حکومت د کودتا هڅه وشوه خو ناکامه شوه، ښاغلي اردگان وويل، چې د کودتا موخه د چارو گډوډول او په دولت کې د بې ثباتۍ رامنځته کول و.
اردگان استانبول ښار کې د لوی اختر په مناسبت جوړه شوې غونډه کې خپلو خلکو ته وويل: «پرته له شکه چې د گولن د ترهگرې ډلې غړي د کودتا د هڅې په سر کې وو، خو موږ پوهېږو چې لوبه ستره ده».
هغه څرگنده کړه: «د جولای پينځلسمه د لوبې پای نه و، بلکې يوه مرحله يې وه. دوی يوازې ترکيې کې د چارو گډوډي نه غواړي، بلکې سوريه، عراق، افغانستان، مصر او ان تونس او ليبيا کې يې دا کار وکړ».
اردگان زياته کړه: «دوی دې کار ته دوام ورکوي، د دې لوبې هدف ټوله اسلامي نړۍ ده او اوسمهال اسلامي هېوادونو کې پلې کېږي، خو زموږ ولس له موږ غواړي، چې د دې لوبې ريښې وباسو».
اردگان د خپلو خلکو «قرباني او پياوړی ايمان» وستايه او په وينا يې له دې پرته د کودتا ناکامول شوني نه وو.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې ژمنه وکړه، چې د گولن د ډلې غړي به تعقيب کړي. ده پخوا ويلي وو، چې که ملت يې ترې د نيول شويو «ترهگرو» د اعدام غوښتنه وکړي، دی به يې ومني.