افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو افغان امنيتي ځواکونو ته څلور نورې الوتکې ورکړې دي. دغه الوتکې A۲۹ ډوله دي او د افغان چارواکو په وينا وسله والو مخالفينو سره جگړه کې به د امنيتي ځواکونو وړتياوې پورته کړي.
د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال عبد الوهاب وردگ مزار شريف کې د دې الوتکو د ورسپارل کېدو مراسمو کې وويل، چې د دې الوتکو د فعاليت لپاره هېواد کې درې نظامي مرکزونه جوړېږي.
چارواکي وايي، چې امريکا او برازيل کې جوړې شوې دغه الوتکې د شپږ دېرش ډوله وسلو د کارولو او د دوه سوه کيلويي بمونو د ورورلو وړتيا لري.
څه موده وړاندې د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو وارسا کې د غونډې پر مهال ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰ز پورې به افغانستان سره خپلو نظامي مرستو ته دوام وکړي.