روانې چارېسلايډ

موصل کې ايران او ترکيه: د شيعه او سني مخامخ جګړه

ایران، چې د موصل په اوسنۍ جګړه کې د شیعه مليشو مشري کوي، په دغه جګړه کې د سنیانو د مدافع په توګه د ترکيې ګډون اریان کړ. سره له دې چې موصل د ډېرو دولتونو له خوا محاصره دی، خو ایران تر ټولو قوي ځواک دی او خپله جګړه د پردې تر شا په منظمه توګه پر مخ وړي. ځکه د عراق په خاوره کې ایراني پوځ تر ټولو ځواکمن او د شیعه ګانو د هغې لېوا چې داعش سره جګړه کوي، ملاتړې دی.

یاده جګړه کې د ترکيې د مداخلې په تړاو د ایران پارلمان کې بهرنیو چارو وزیر وویل، چې « ترکيه له دغې مداخلې غواړي ثابته کړي چې موصل له تاريخي پلوه د دوی تر ولکې لاندې و. همدا لامل دی چې، د عراق حکومت له اجازې پرته يې خپل ځواکونه د موصل پر لور وخوځول او د عراق په نړیوالو حقوقو یې ښکاره تېری وکړ. دا کار به په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کړي».

په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ورته څرګندونې وکړې. ده وویل چې د عراق حکومت له غوښتنې وروسته د بعشيقه ښار ګوټي کې د ترکيې پوځي قوې شتون «خورا خطرناک» دی. د یادونې وړ ده چې، ترکیه له تېرو دوو میاشتو د بشرمکه او د سنيانو وسله وال کنډکونو ته په نېنوای ولایت کې پوځي روزنې ورکوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د سنيانو مدافعې انقرې اعلان وکړ چې، د موصل جګړې له پیله يوه اوونۍ مخکې يې د هاوان او توپونو په وسيله ۱۷ تنه مخالفين وژلي.

د ترکيې دغې مداخلې د ایران له ملاتړه برخمنو شيعه مليشو مشرانو غوسه پارولې. دغه مليشې نه يوازې له مالي پلوه د ایران له تمويله برخمن دي، بلکې د یادې جګړې لپاره يې د دوی د روزنې، تجهيز او یووالي لپاره عراق ته ځانګړي پوځي کارپوهان وراستولي څو د عراق فیدراسیون پوليسو سره په ګډه د عملياتو لپاره پلان ګزاري وکړي.

د فدراسیون پولیس به په جنوبي حبهه کې خپل عملیات پر مخ وړي او شیعه ملېشې به د یوه ځانګړي تکتيک له مخې په دوو کنډکونو ووېشل شي. یو کنډک به يې د حویجې په ښار کې چې د موصل جنوب ته پروت دی، د جنګ په دويم خط کې ځای پر ځای شي او بل به يې د موصل شمال لويدیځ د «تل عفر» په ښار کې تم شي. د یادونې وړ ده چې، دغه دوه ښارونه د داعش مهم مرکزونه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۴م کال کې په تل عفر ښار باندې د شیعه ګانو له حملې وروسته د دې سيمې ډېر خلک بې ځايه شول. یو غربي ډیموکرات د دې پېښې پخلی کوي او وايي چې، « د موصل د ازادۍ په جګړه کې به نړۍ د حويجې ولس، چې شیعه ګانو ته لېواله نه دی، د بې ځایه کېدو شاهد وي. ځکه چې په تېرو کلونو کې شيعه ملېشو له دې ولس سره بد چلند کړی و او د داعش په ملاتړ یې تورن کړي وو».

له بله پلوه، تېر جون میاشت کې د انبار ولایت د فلوجې په ښار له عملياتو وروسته شیعه ملېشې د بې ځایه شویو سنيانو سره په بد چلند تورنې شوې. دې کار د سنيانو غوسه را پارولې وه او له عراقي حکومته يې غوښتي وو چې عراقي پوځ د حشد شعبي له شیعه ګانو پاک کړي.

د دې خبرې په ځواب کې د ایران د بهرنیو جارو وزیر بور جندي وویل چې، « دا خبره مهمه ده. ځکه د دې سیمې اکثره او سېدونکي سنیان دي. دې ته باید پام وشي چې د دواړو لوریو ترمنځ اړيکې ترينګلې نه شي، مذهبي تاو تریخوالي ته لمن و نه وهلی شي او د عراق یووالي ته ګواښ متوجه نه شي». مګر د سنيانو د اندېښنو او نيوکو او په سنیانو د حشد شعبي د تېريو سربېره هم عراقي حکومت د موصل په جګړه کې مرسته غوښتل نه دي رد کړي.

د عراق ولسمشر حیدر عبادي هېله څرګندوي چې د موصل  له جګړې وروسته به پر یاد ښار دولت پوره واکمن شي، سنيان به د داعش له ملاتړه لاس اخلي او دولت به د دوی پوره ساتنه کوي. په دغه وخت کې، ولسمشر عبادي د حشد شعبي د مشرانو خبره تاییدوي او وايي چې، د ترکيې پرمختګ له سنیانو څخه ننګه ده . خو د موصل په جګړه کې بیا د شيعه ګانو ترڅنګ د ترکانو شتون نه محکوموي.

د عبادي او پخواني ولسمشر نوري المالکي نظرونه سره په ټکر کې دي. نوري المالکي په عراق کې د ترکي سرتېرو شتون سره کلک مخالف دی؛ خو له شیعه مليشو څخه کلکه دفاع کوی او له ایران سره خپله خواخوږي ښيي.

نوري المالکي ګومان کوي چې، د ترکانو شتون به د شیعه ډلګیو ټوټه کېدو سبب شي. د ده تر څنګ نور څارونکي، چې په سر کې يې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی، په یاده جګړه کې د عبادي سیاست سره مخالفت ښيي. نوموړی وايي: « عبادي له داعش سره جګړه پيل کړې؛ خو زه یقيني یم چې دی به ډېر ژر ميدان پرېږدي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button