افغانستانسلايډ

د ولسي جرگې د غړو غيرحاضرۍ ستونزې راولاړې کړي

د افغانستان د ولسي جرگې اداري پلاوي څرگنده کړې، چې د جرگې د غړو غيرحاضرۍ گڼې ستونزې راولاړې کړې دي. د جرگې اداري پلاوی وايي، د غړو د غيرحاضرۍ له امله گڼ وختونه جرگه له نصابه ولوېږي، چې له امله يې ځينې قوانين او تقنيني اسناد پر وخت له تصويبه پاتې کېږي.

د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې دا نيوکه په داسې حال کې وشوه، چې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې د چارو د تنظيم د قانون طرحه جرگې ته د تصويب لپاره وړاندې شوې وه، خو د وکيلانو د غيرحاضرۍ له امله د جرگې نصاب پوره نه شو او طرحه له تصويبه پاتې شوه.

د ولسي جرگې رييس عبد الرووف ابراهيمي په دې اړه وويل، غير حاضر غړي دې له دې وروسته له غيرحاضرۍ جدي ډډه وکړي، که نه د جرگې د کورنيو دندو له اصولو سره سم به وپوښتل شي. نوموړي زياته کړه، د جرگې کمېسيونونه مکلف دي چې د خپلو غير حاضرو غړو نوملړ اداري پلاوي ته ورکړي. د هغه په وينا: «دا ډېره بده ده، چې د هيواد په دې ډول شرايطو کې وکيلان غيرحاضر وي».

بل لور ته د جرگې ځينو غړو د اداري پلاوي پر غړو نيوکه وکړه، چې خپله دوی هم پرله‌پسې غيرحاضري کوي.

د پارلمان يوه وکيل الله گل مجاهد وويل: «تاسو خپله قضاوت وکړئ، ستاسو ډېر وخت په بهرنيو سفرونو کې تېرېږي، لومړی دې اداري پلاوی ځان اصلاح کړي، بيا به وکيلان ځانونه اصلاح کړي». ښاغلي مجاهد زياته کړه: «داسې وکيلان شته چې هره ورځ حاضرېږي، خو داسې هم شته، چې کال کې يوه ورځ نه راځي او هيڅوک يې پوښتنه نه کوي».

د يادونې ده، چې د جرگې پر غړو د لومړي ځل لپاره دا ډول نيوکه نه کېږي، بلکې په تېرو دورو کې هم د وکيلانو پرله‌پسې غيرحاضرۍ او په دندو کې بې غورۍ ته گوته نيول شوې ده، چې له امله يې ډېر کارونه ځنډېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button