افغانستان
هند له افغانستانه غوښتي، کونسلګرۍ يې خوندي ځای ته ولېږدوي

وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو مزار شريف کې د هند پر کونسلگرۍ لومړی چاودنه او وروسته يوه اوږده جگړه وکړه، هند له افغانستانه غوښتي، کونسلگرۍ يې يوه خوندي ځای ته ولېږدوي.
هند دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې په دغه جگړه کې د کونسلگرۍ کوم چارواکي ته زيان نه دی اوښتی.
هندي رسنيو نوي ډهلي کې د يوه جگپوړي چارواکي له خولې ليکلي، بريد کوونکي توانېدلي دي، د کونسلگرۍ سل مترۍ کې يوه ودانۍ ولکه کړي او له هغه ځايه جگړه پر مخ يوسي.
چارواکي ويلي، کله چې د جگړې پر مهال د بريدگرو دوه ملگري ټپيان شول، نورو يې په ازاد ډول وکړای شول، دوی يوې نږدې پنځه پوړيزې ودانۍ ته ولېږدوي.
د هند لومړي وزير بيا له ولسمشر غني سره په تلفوني خبرو کې پر کونسلگرۍ د بريد په مخنيوي کې د افغان ځواکونو زړورتيا ستايلې ده او زياته کړې يې ده، چې هند او افغانستان به د تل لپاره ملگري وي.