افغانستانخبرونهسلايډ

هلمند: دوو ورځو کې د ملي اردو «۱۰۰ تنه وژل شوي»

له تېرو درېوو میاشتو راهیسي په هلمند کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده. د ماندگار ورځپاڼي د یوه راپور له مخې د دې جگړې له پیل راهیسې یوازې د ملي اردو ۶۵ پوځیان طالبانو ته تسلیم شوي دي. دغه پیښه د هلمند والي میرزا خان رحیمي هم منلې وه او دا یې یو «ستر خیانت» بللی و.

د نومبر د میاشتي په وروستیو ۱۵ ورځو کې د ملي اردو ۸۸ سرتیري وژل شوي وو او جگړه د لښکرگاه ښار په ۵ کیلومترۍ کې وه. له دې سره د باباجي او مارجي ولسوالۍ د طالبانو له لورې محاصره شوې. دا په داسي حال کې وه چې د امریکا د دفاع وزیر تېره ورځ په ننگرهار کې وویل چې د طالبان په ځینو سیمو کې پرمختگ کړی دی له دې ښکاري چې دا جگړه ډیره خونړۍ ده.

محمد جان رسولیار د هلمند د والي مرستیال په یوه پرانستي لیک کې ولسمشر اشرف غني ته لیکلي: «د هلمند درې ولسوالۍ د طالبانو په لاس له پخوا پریوتي دي. گرشک او سنگین د سقوط په حال کې دي». ده همدارنگه له ولسمشر څخه د مرستې غوښتنه کړي ده. ده د پرانستي لیک په یوه برخه کې له کابل څخه شکایت کړی دی چې دوی هلمند ته په وخت مرستې نه رسوي.

د گرشک د ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون خبریالانو ته وویل چې یوازې په تیرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ ډیر د ملي اردو د وژل شوو سرتیرو جسدونه وروړل شوي دي، له دې سره ۱۷ ملکي وگړو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button