افغانستانخبرونه

طالبانو د ناټو وروستۍ پرېکړه وغندله

وسله والو طالبانو د افغانستان په تړاو د ناټو د وروستۍ پرېکړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو غندلې ده. ناټو تړون پرون اعلان وکړ چې ۱۲۰۰۰ ځواکونه به په افغانستان کې د راتلونکي ۲۰۱۶ کال تر پایه ساتي. دا پرېکړه له هغې وروسته کېږي، چې طالبان وتوانېدل د کندوز ولایت له مرکز څخه حکومتي اداره له منځه یوسي.

طالبان دا پرېکړه غندي او د افغانستان د «اشغال» دوام یې ګڼي. طالبان په خپلې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اوږدمهاله شتون د سیمې د بې ثباتۍ او د فرصتونو د ضایع لامل بولي.

طالبان یو ځل بیا ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې به جګړه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button