ایران ادعا کوي چې سعودي يې په یمن کې سفارت په نښه کړی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري رسنیو ته وویل چې د سعودي جنگي چورلکو نن سهار وختي د دوی په سفارت د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې د توغندیو برید کړی دی چې له امله یي د سفارت ودانۍ او ساتونکو ته زیان اوښتی دی. انصاري د سعودي د ایتلاف دغه کړنه په کلکو ټکو وغانده.
انصاري زیاته کړه: «د سعودي دغه عمدي کړنه د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او قوانینو چې د ډیپلوماتیکو سیمو د ساتني لپاره په هر حالت کې شوي دي نقضوي او کوم زیانونه چې زموږ سفارت او کارکوونکو ته اوښتي دي مسوولیت يي د سعودي د حکومت په غاړه دی».
د حوثیانو پر ضد د سعودي د ایتلاف ویاند د انصاري د څرگندولو په اړه وویل چې موږ به د دې ادعا په اړه پلټنه وکړو. په سیمه کې میشتو خبریالانو رسنیو ته ویلي چې نن د صنعا ښار په شاخوا سیمو کې د بمبارۍ کومه نښه نه ښکاري.
ځینو رسنیو په لومړیو کې راپور ورکړ چې د ایران په سفارت ټرکش بمونه ورول شوي دي. تر دې دمه دغه خبرونه نهدي منل شوي. وروستي راپورنه وايي چې نن د سعودي ایتلاف چورلکو د صنعا ښار په ډیری سیمو چې حوثی جنگیالو مورچلونه نیولي وو بمباري کړي دي.
څه موده مخکي د سعودي په مشرۍ ایتلاف د ایران د سفارت په نږدو سیمو بمبارۍ کړي وي چې په غبرگون يي ایران د سعودي په حکومت تندي نیوکي وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې په تهران کې لاریونکوونکو د نمر النمر د اعدام په غبرگون د سعودي سفارت او مشهد کې کونسلگرۍ ته اور ورته کړی وو. په غبرگون يي سعودي خپلې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې له ایران سره پرې کړې. د سعودي په ملاتړ د سیمي نورو هیوادونو هم له ایران څخه خپل استازي ورغوښتي دي. ترکيې او اردن هم د ایران په حکومت تندي نیوکې وکړي چې دوی د عربي هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهني کوي.