خبرونه

مصري مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې

د مصر د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې د ایچبټ ایر په نامه د هوايي شرکت الوتکه چې له پاریس څخه د قاهرې په لوري په سفر وه بېدرکه شوې ده.

وزارت زیاتوي چې الوتکې کې ۵۶ تنه مسافر او ۱۰ تنه د الوتکې کارکوونکي شامل وو چې له دوی څخه دېرش تنه مصريان او پاتې ۱۵ نور یې فرانسویان دي.

راپورونه وايي چې الوتکه ۱۱ زره متره د اوبو له سطحې اوچته وه او کله چې د مصر خاورې ته دننه شوې نو د رادار له کنترول څخه وتې ده.

مصري چارواکي وايي چې د الوتکې د موندلو لپاره پوځي چورلکې او نور مرسته رسوونکي ارگانونه لاس په کار شوي تر څو د الوتکې په پیدا کولو کې مرسته وکړي.

د فرانسې ولسمشر اولاند ویلي چې د الوتکې په موندلو کې به د مصر له حکومت سره هر راز مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button