خبرونهسيمه او نړۍ

د استانبول په چاودنه کې لس تنه مړه شوي

د ترکیې چارواکو منلې ده چې د استانبول په ځانمرگي برید کې ۱۰ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې ځانمرگي د سوریې له مهاجرینو څخه دی. د دوه تنو ټپیانو حالت خطرناک دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان رسنیو ته وویل چې د سیمې ټولو ترهگرو ترکیه په نښه کړې ده او د ترکيې حکومت به د ټولو ترهگرو پر ضد یو ډول مبارزه کوي.

د ترکيې لومړي وزیر داود اوغلو د پېښې له امله د وزیرانو بيړنۍ غونډه وکړه. د داود اوغلو مرستیال نعمان کورتولموش رسنیو ته وویل چې د پېښې ډېری قربانیان بهرنيان دي. کورتولموش زیاته کړه چې ځانمرگی د سوريې مهاجر دی او په ۱۹۸۸م کال کې زېږېدلی دی.

ترکیه په دې وروستیو کې د دریو چاودنو ښکار شوې او د چاودنو مسوولیت د داعش او کرد ډلو په غاړه اخیستي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button