
د بریښنايي پېژندپاڼو ویش په افغانستان کې له درې کلو راهیسې ننگونو سره مخ دي. په لومړیو کې ځینو ډلو غوښتل چې د ملیت نوم هم د افغان له کلیمې سره یاد شي او ځینو نورو بیا غوښتل چې یوازې د افغان نوم په پېژندپاڼه کې بسیا کوي. د دې شخړو له امله د پېژندپاڼه ویش له ننگونو سره مخ وه.
نن د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي چې د وزیرانو د شورا د قانون کمېټې په دې جنجالي موضوع کې بدلون راوستی دی او د دې بدلون له مخې به اوس په پېژندپاڼه کې به د افغان د کليمې تر څنگ د قوم نوم هم یاد شي.
دانش همدارنگه زیاته کړه چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون په شپږمه ماده کې به تعدیل او له مخې به یې په پېژندپاڼه کې به د افغان او قوم دواړو ذکر کېږي.
د دویم مرستیال د عامه اړیکو دفتر ویلي چې په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو هم برخه اخیستې وه.