خبرونهسلايډ

چینايی اقتصاد به سږکال ۷٪ وده وکړي

چینايي چاوراکي وایي چې سږکال به یې اقتصاد ۷٪ وده وکړي. تېر کال د چین اقتصاد ۶.۹٪ وده کړې وه چې دا د چین په تېر پنځلس کلن تاریخ کې تر ټولو لږه وده وه.

د چین لومړي وزیر «لی که‌چیانگ» د خلق ډیموکراتیک گوند گنگرې ته په وینا کې خپل اقتصادي پروگرام تشریح کړ. ده زیاته کړه چې موږ سږکال غواړو یوازې د لویو لارو په رغولو کې پانگه اچوونه وکړو او د دې تر څنگ په کمپنیو باندې د مالیې کچه ټیټه کړو.

لومړي وزیر همدارنگه زیاته کړه چې موږ به سږکال له ډېرو ننگونو سره مخ شو. د ۲۰۱۵م له جولای میاشتې وروسته په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیه یې راټیټې شوي دي، چینايي اقتصاد وده لږه شوې ده او په اروپايي هېوادونو کې هم مالي بحران روان دی. سږکال د ډاوس اقتصادي فورم کې هم اقتصاد پوهانو د روان کال لپاره د کړکېچ وړاندېوینه هم کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button