
نن د تاجکستان، افغانستان، قرقیزستان او پاکستان جگپوړو حکومتي چارواکو د کاسا زر د پروژې کار رسما پیل کړ. د دې پروژې له مخې به د تاجکستان او قرقیزستان برېښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالېږي.
د دې پروژې ټول لگښت شاوخوا یو ملیارد ډالر اټکل شوی دی چې تقریبا پنځوس سلنه یې نړیوال بانک پرېکوي.
له لسو کلو راهیسې د دغې پروژې په اړه پوهانو گڼې څېړنې کړي تر څو په اوړي کې د قرقیزستان او تاجکستان اضافي بریښنا پاکستان او افغانستان ته وارد شي.
د څلورو هېوادونو مشرانو د دې پروژې د رسمي پرانستې لپاره په تاجکستان کې د برېښنا د یوې ستنې ډبره کېښوده. دې پرانست غونډې کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې د کاسا زر پروژه به د سیمې د هېوادونو لومړۍ سیمه ییزه مرسته وي.
د نورو هېوادونو مشرانو هم د کاسا زر پروژې په اړه گڼې څرگندونې وکړې.