د فرانسې ولسمشر «اولاند» ویلي چې سوریه کې د ترکیې او روسیې تر منځ د جگړې پراخ امکان شته دی. اولاند چې له یوې فرانسوي راډیو سره مرکه لرله وویل: «د سوریې په شخړه کې د ترکيې دننه کول د روسیې او ترکیې تر منځ د جگړې امکان ډېروي».
اولاند زیاته کړې چې د دواړو لورو تر منځ شخړه ډېر شوې او ده له دواړو لورو غوښتي چې بمبار ودروي او خبرو ته سره کېني. اولاند همدارنگه له روسیې غوښتنه کړې چې د بشار الاسد له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د سوریې په کړکېچ کې روسیه د بشار الاسد د جگړه مارو په گټه بمبار کوي چې له همدې امله د بشار جگړه مارو په دې وروستیو کې د حلب ښار شمالي او ځینې نورې مهمې برخې له مخالفینو څخه نیولې دي.
د ترکیې پولو ته نږدې د بشار الاسد او کرد جگړه مارو نږدې کېدل د ترکیې اندېښنې ډېرې کړې دي او له همدې کبله یې پر کرد جگړه مارو توغندیز برید پیل کړی دی.