افغانستانسلايډ

الفلاح پوهنتون زر تنه محصلين فارغ کړل

د افغانستان ختيځ ولايت ننگرهار کې د الفلاح د لوړو زده‌کړو موسسې وړمه ورځ زر تنه محصلين فارغ کړل. دغه پوهنتون تېره سه شنبه پر فارغ شويو محصلينو فراغت پاڼې وويشلې.

د محصلينو فراغت غونډې ته د پوهنتون رييس ښاغلي ډاکټر معشوق وويل، په ۲۰۱۱ز کې تاسيس شوې دې موسسې دا دويمه دوره محصلين فارغ کړل، چې زر تنه کېږي. د پوهنتون دغه زر تنه محصلين د حقوقو، اقتصاد، ژورنالېزم، شريعت او انجينرۍ له پوهنځيو فارغ شول.

د پوهنتون يوه مسوول ځلاند ته استولي پيغام کې ويلي، چې د پوهنتون استاذان ماسټران او دکتوران دي او له خپلو محصلينو سره په تعليمی ميدان کې خورا کوښښ کوي.

فراغت غونډه کې د ننگرهار او ميدان وردگ واليانو او نورو چارواکو هم گډون کړی و. د ننگرهار والي سليم خان کندوزي د خپلو خبرو پر مهال د محصلينو پر فراغت خوښي وښوده او د لوړ تدريسي معيار له امله يې د پوهنتون ستاینه وکړه.

د پوهنتون يو شمېر محصلينو وويل: «خوښ يو د الفلاح په څېر پوهنتون لرو، چې ډېر بې وزله هيوادوال په کې خپلې لوړې زده‌کړې پر مخ وړي».

ياده دې وي، چې الفلاح پوهنتون د ترکيې هيواد په مرسته جوړ شوی دی او اوسمهال په کې پينځو پوهنځيو کې هيوادوال په زده‌کړو بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button