د کندز ولایت سېمهييز چارواکي وایي چې د علي اباد ولسوال او یو تن ساتونکی یې د طالبانو په کمین کې ټپي شوي دي.
د کندز امنيه قومندان مل پاسوال محمد قسیم جنګل باغ رسنیو ته ویلي، چې د علي اباد ولسوال حیات الله فقیریار له خپل یو تن ساتونکي سره تېره ورځ د طالبانو په یو کمین کې ټپي شوی.
ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه، چې طالبانو د حیات الله فقیریار پر موټر د توغندي برید کړی، چې په پایله کې یې خپله دی او د ده یو تن ساتونکی ټپي شوی.
جنګل باغ همداراز وویل چې د ولسوال حیات الله فقیریار روغتیايي حالت ښه دی او د کندز ولایت د ملي ارود روغتون کې بستر دی.
د پېښې شاهدان وايي چې په برید کې د حیات الله فقیریار پښې ته زیان رسېدلی.