ايران په غزه کې د خيريه ټولنو تر شا خلک شيعه کوي
ايران په ټوله اسلامي نړۍ کې د تشييع په خورولو تورنه ده. اوس نوي راپورونه ښکاره کوي چې په غزه کې ايران د مرستې او خيريه کار په نامه د خلکو د شيعه کولو او ځان ته د سياسي کار له پاره جلبوي.
الجزيره ټلويزيوني شبکه راپور ورکوي چې د دغو هڅو د مخنيوي په موخه، په غزه کې حماس د باقيات صالحات ټولنې دروازې تړلي او ويلي يې دي چې له ايران څخه يې مرسته ترلاسه کوله او سياسي فعاليت يې کاوه.
حماس الجزيرې ته ويلي دي چې دغې ټولنې د خيريه ټولنو قانون نقض کړی او سياسي فعاليتونو ته يې مخه کړې وه. راپورونو زياتوي چې تر دې مخکې حماس يادې ټولنې ته ګوتڅنډنه کړې وه چې له سياسي کاره لاس واخلي، خو دغو ګواښونو کوم اثر نه و لرلی.
باقيات صالحات ټولنه د «حرکة الصابرين» يوه برخه ده. ياد خوځښت کټ مټ د حزب الله په څېر مونوګرام لري او ويل کېږي چې په غزه کې د خلکو د شيعه کولو له پاره کار کوي. د ياد خوځښت مشر هشام سالم، شيعه دی او په غزه کې د تشييع په خورولو مشهور دی.
الجزيره ليکي چې ياد خوځښت په غزه کې ډېر اثر نه لري او فعاليتونه يې د غزې پر شمال پورې محدود دي.