افغانستانخبرونهسلايډ

د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۱۷ سلنه ډېره شوې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ادعا کړی چې د ۱۳۹۴ لمریز کال له پیله د مختلفو جګړو او وسلوالو شخړ په ډېریدو سره د ملکيانو مرګ ژوبله ۱۷ سلنه پورته شوې.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره ډاکټر سیماسمر په یو خبري کانفرانس کې رسنېو ته وویل چې تېر کال ملکي وګړو ته خونړی کال وو. ۱۳۴۹لمریز کال کې ۳۱۲۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳۰۲ کسان ټپیان شوي، چې له دې ډلې څخه ۷۷۵ ملکي ښځې، ۴۲۴۶ یې سړي او ۱۱۱۶ ماشومان دي، چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې مرګ ژوبله ۱۷،۶ سلنه پورتنه تللې.
اغلې سمیاسمر زیاته کړه چې تېر کال کې ۲۶۸ ملکي وګړي د افغان ملي ځواکونو لخوا وژل شوي او ۶۱۲ کسان ټپیان شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button