
تېره اوونۍ الجزیره وېب پاڼې داسې راپور خپور کړ چې گواکې د طالبانو د نظامي کمېسیون پخواني مشر، ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو له مشر څخه غوښتنه کړې چې له افغان حکومت او امریکایانو سره خبرې پیل کړي.
الجزیره شبکې لیکلي و، چې ذاکر د طالبانو مشرتابه ته یوه دوولس ماده ییزه طرحه وړاندې کړې، چې په کې غوښتنه شوې چې یو لړ نوې طرحې او تگلارې جوړې شي. قیوم ذاکر چې څو کاله یې د گوانتانامو زندان کې هم تېر کړي، تر ډېره پر نظامي کار پېژندل کېږي.
که څه هم د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد الجزیره ته ویلي و، چې د کومې نوې تگلارې په باب معلومات نه لري.
نن ملا ذاکر د طالبانو له رسمی وېب پاڼو سره په خبرو کې دغه اوازې رد کړې دي. دغه طالب مشر وايي: «ما هېڅ کله د مذاکراتو غوښتنه نه ده کړې». ذاکر د خبرو روان بهیر «تېر اېستونکی» بولي.
د ملا قیوم ذاکر له خولې ویل شوي: «موږ ټول د یوه سوچه اسلامي نظام د حاکمیت لپاره مبارزه کوو».