افغانستانسلايډ

کيمرون: افغانستان او نايجيریا د نړۍ فاسد هيوادونه دي

د برتانيې صدر اعظم ډيوډ کيمرون په خپلو تازه څرگندونو کې افغانستان او نايجريا د نړۍ فاسد هيوادونه بللي دي. ښاغلي کيمرون دغه څرگندونې لندن کې «فساد سره د مبارزې» د نړيوالې غونډې له دايرېدو وړاندې د برتانيې له ملکې سره کړي دي.

ويل کېږي ډيويډ کيمرون پرته له دې، چې د خپلو خبرو د ثبتېدو په اړه پوی شي، دا څرگندونې کړې دي.

د افغانستان حکومت د برتانيا د صدر اعظم دا څرگندونې د نړيوالو اخلاقو خلاف بللې دي. برتانيه کې د افغانستان د سفارت يوه وياند د کيمرون خبرې غير عادلانه بللي او زياته کړې يې ده، چې اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت له لومړيتوبونو څخه ده.

ښاغلي کيمرون وويل: «فساد کې د ډوبو هيوادونو يو شمېر مشران برتانيې ته راروان دي، دې کې د افغانستان او نايجيريا مشران هم دي، چې ښايي دې دوو هيوادونو کې د فساد کچه له نورو لوړه وي». خو نوموړي زياته کړه، چې افغان ولسمشر دغې پديدې سره مبارزه کې ډېرې هڅې کوي.

ولسمشر غني نن دغه غونډه کې د گډون لپاره برتانيې ته رسېدلی او ټاکل شوې ده، سبا غونډه کې افغانستان کې فساد سره د مبارزې په اړه معلومات ورکړي.

د وروستيو نړيوالو راپورونو پر اساس افغانستان د نړۍ په لومړيو درې فاسد ترينو هيوادونو کې ځای لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button