د امریکا د دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط څرگنده کړې ده، چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما به د طالبانو په نښه کولو کې د امريکايي پوځ د هڅو د پراخولو ملاتړ وکړي.
دغه چارواکي زياته کړې ده، چې نږدې راتلونکې کې به د ولسمشر له لوري د يوې پرېکړې له مخې امريکايي پوځ ته اجازه ورکړل شي، چې د جگړې پر مهال له افغان ځواکونو سره د طالبانو په نښه کولو کې خپلې هڅې ډېرې او د هغوی هوايي ملاتړ پراخ کړي.
پنتاگون دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د ډرون الوتکې بريد کې د وسله والو طالبانو د مشر له په نښه کېدو وروسته افغانستان کې د طالبانو په بريدونو کې د پاموړ ډېروالی راغلی دی.
امريکايي چارواکي وايي، د دې معنا به دا نه وي، چې افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه به جگړه کې ونډه واخلي، خو تېرو لنډو وختونو کې راپورونو ښودلې ده، چې بهرني ځواکونه ځينو ولايتونو کې عملا په جگړه بوخت دي.
بل لور ته طالبانو هم په راتلونکې کې د خپلو بريدونو پر ډېرولو ټينگار کړی. امريکايي چارواکي په داسې حال کې طالبان د سولې له خبرو ليرې کېدونکي بولي، چې د هغوی د پخواني مشر ملا منصور د په نښه کولو دليل يې سولې ته د هغه نه کېناستل بللي و. خو د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته د ولسمشر اوباما پر گډون گڼو امريکايي لوړرتبه چارواکو وويل، چې د افغانستان جگړه اوږده ښکاره او د سولې خبرې شايد تر ډېره پيل نه شي.