غزني: پولیس خپلې وسلې پر مخالفینو پلوري
د غزني په بېلابېلو ولسواليو کې مېشت امنيتي سرتېري او په ځانګړي ډول پوليس خپلې وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفينو پلوري.
د غزني د ولايتي شورا غړيو او قومي مشرانو د دې کار پخلی کړی دی.
خو مسوولو امنيتي ارګانونو ويلي دي، چې په دې اړه به ۶ مياشتې وروسته د پوليسو په ټولو ليکو کې اصلاحات راولي.
د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي دغه مسئله تاييد کړې ده خو هيله يې ښودلې چې نوی امنيه قوماندان به دا ستونزې له منځه یوسي.
نوموړي دغه کار انديښمنوونکی وباله او زياته يې کړه، چې دا ستونزه له ډېرې پخوا موجوده ده، مګر اوس ورته امنيه قوماندان امين الله امرخېل د هر څه سمولو ډاډ ورکړی: «د پوليسو له لوري د تېلو او وسلو پلورل نوې خبره نه ده، دا لړۍ له پخوا روانه ده، نوي امنيه قوماندان ټولې وسلې ثبت کړې دي او د نورو اصلاحاتو تمه يې راکړې ده».
يوسفي زياته کړه، که د دې ستونزې مخه ونه نيول شي، د نظام او امنيت لپاره به زيانمنوونکې وي: «تاسو شاهد ياست، چې په غزني کې د ۹۲، ۹۳ او ۹۴ کلونو په اوږدو کې د ښار په منځ کې امنيتي منسوبين، قومي مخور او دولتي کار کوونکي وژل کېدل، خو قاتلان تښتېدل، دغسې هره شپه وسله والو د امنيه قوماندانۍ په ۱۰۰ مترۍ کې پر پوستو بريدونه کول، خو که د پوليسو د فساد مخه ونه نيول شي، دغه وخت بيا راتلای شي».
د غزني د نجات شورا مشر خليل الله هوتک بيا په دې اړه په يوه مرکه کې ويلي دي، چې داسې اسناد او شواهد لري، چې د ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې امنيه قوماندانان او پوليس خپل مهمات او وسلې پر وسله والو مخالفينو پلوري.
نوموړی زياتوي، د پوليسو دغه کار وسله وال پياوړي کړي او امنیتي وضعيت يې خراب کړی دی: «زه داسې اسناد او شواهد لرم، چې د يوې ولسوالۍ امنيه قوماندان طالبانو ته زېکويک ورکړی، داسې اسناد لرم چې د مرکز په ګډون په ډېرو ولسواليو کې پوليسو او اربکيانو پر وسله والو مخالفينو پيکاګانې، کلاشنکوفونه او مرمۍ پلورلې دي».
د هوتک په وينا پوليس په لرې پرتو سیمو کې په خپله ډزې وکړي او وروسته لوړوپوړیو چارواکو ته راپور ورکړي، چې جګړه کې يې ډېر مهمات مصرف کړي دي.
هغه د دې کار اصلي لامل د کورنيو چارو وزارت فساد او کمزوری مديريت وباله، چې له امله يې د پوليسو ليکو ته خيانتګر او مفسد خلک ورننوتي دي.
د غزني نوي امنيه قوماندان امين الله امرخېل هم د دې ستونزې د شتون پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې اصلاحات پيل دي او تر ۶ مياشتو به هر څه اصلاح وي: «په تېر يوه مياشت کې راته جوته شوه، چې د پوليسو په ليکو کې څومره فسادي چارې شته، د خيالي پوليسو شتون، په اعاشه کې درغلي، د تېلو پلورل او د وسلو خرڅول ټول شته، اصلاحات مې پيل کړي، يو مفسد او خاين کس به هم پوليسو کې پرېنږدم، خو وخت به غواړي».
ياده دې وي، چې د غزني د پوليسو په اړه پخوا هم دغه ډول راپورونه ورکړل شوي وو، خو د وخت مسوولينو بې اساسه بللي و.