طالبانو چهارچينو کې د امنيتي ځواکونو دوولس پوستې ونيولې
له تېرو دوو ورځو راهيسې د روزگان چهارچينو ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او په دغو جگړو دواړو لوريو مرگ ژوبله اوښتې ده.
د چهارچينو امنيه قوماندان ولي داد رسنيو ته ويلي، چې طالبانو تېرې شپې راهيسې بريدونه پيل کړي، د امنيتي ځواکونو دوولس پوستې يې ونيولې، اوس د ولسوالۍ پر لور حرکت کې دي او که امنيتي ځواکونو ته بېړنۍ مرستې ونه رسول شي، نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو له لوري سقوط وکړي.
ولي داد رسنيو ته منلې، چې تر اوسه په دغو جگړو کې اووه پوليس وژل شوي، اته نور ټپيان دي او ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو هم دغه جگړه کې د خپل پرمختگ په اړه رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه د دوی جنگياليو د امنيتي ځواکونو لس پوستې نيولي او اوس د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښتې روانې دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرگنده کړې، چې تر اوسه يې لس پوستې نيولي، گڼ پوليس يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
د احمدي په وينا د دوی جنگيالي د ولسوالۍ پر لور حرکت کې دي او ژمنه يې کړې، چې په دې اړه به رسنيو ته نور معلومات وروسته خپاره کړي.