
د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له لوري سارک غونډې ته وربلل شوی دی. دغه غونډه راتلونکې نومبر کې پلازمېنه اسلام اباد کې جوړېږي چې د جنوبي اسیا د سيمهييزو همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو مشران په کې گډون کوي.
دغه سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د هند، پاکستان، بنگلادېش، نيپال، سريلانکا، مالديف او بوتان له لوري رامنځته شو.
د سارک تېره غونډه د روان کال د حمل مياشتې وروستيو کې کابل کې شوې وه. افغانستان په ۲۰۰۷ ز کې د دې سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.