
د امریکا غږ پاڼې خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارور وزارت ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر او اجراییه رییس سره ټلیفوني خبرې کړي او له دواړو مشرانو یې غوښتي چې خپلو شته اختلافاتو ته د پای ټکی کېږي.
جان کیري دواړو مشرانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی. جان کیربي همداراز زیاته کړه چې امریکا به د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.