خبرونهسلايډ

«ولسمشر د حزب اسلامي له استازو سره لا هم نه دي کتلي»

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د حزب اسلامي استازو د ملي یووالي له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي. د حزب د استازو لومړنۍ ډلې د روان کال په حمل کې د سولې شورا له لارې د ملي یووالي له حکومت سره ځینې هوکړې کړې وې.

د خبراترو د دوام لپاره حزب اسلامي خپل دویم درې کسیز پلاوی د محمد حکیم حکیم په مشرۍ کابل ته ولېږه چې  له ولسمشر اشرف غني سره وګوري  او پر پاتې مسئلو خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې ویل شوي وو چې د حزب اسلامي دویم پلاوی به کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر سره کتنه کوي؛ خو د حزب اسلامي سرچینې وايي چې ولسمشر تر دې دمه د ښاغلي حکمتیار له دویم پلاوي سره نه دي کتلي.

د حزب اسلامي ځینې سرچینې وايي چې ولسمشر د دوی له پلاوي سره څو ځلې  د کتنې ژمنه کړې چې تر دې دمه ولسمشر خپله ژمنه نه ده پوره کړې.

د حزب اسلامي لوړپوړي چارواکي د ملي یووالي حکومت ځیني غړي په دې تورنوي چې دوی نه غواړي د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د خبرواترو بهیر په بریالۍ توګه تر سره شي.

له حزب اسلامي سره د سولې عالي شورا خبرې داسې مهال له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي، چې افغان حکومت د خپلو وسله والو مخالفینو پر ضد د پخوا په پرتله توند دریځ نیولی. داسې برېښي چې افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار له استازو سره د سولې خبرو پورې ډېرې هیلې نه دي تړلي.

حزب اسلامي د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د سولې خبرو ډېرې هڅې وکړې چې کومه پایله یې نه ده لرلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button