
ځينې سرچینې وايي چې په کویټه کې سلگونه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي. د پاکستان امنیتي ادارې وايي چې نیول شوي افغان کډوالو په پاکستان کې په غېرې قانوني ډول ژوند کاوه چې د اوسېدو لپاره یې کوم قانوني اسناد نه درلود.
نیول شوي افغان کډوال له نیول کېدو وروسته ډېر ژر د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته لېږل کېږي. له څو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ په چمن سیمه کې د ډیورن لاین پر کرښه شخړې شوي چې له امله یې له لسو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان دوستۍ دروازه تړل شوې ده.
افغان امنیتي چارواکو هم دې ورځو کې شاوخوا ۲۵۰ پاکستاني کارکونکي یې له افغانستان څخه پاکستان ته لېږلي دي.