خبرونه

غزني: د مسافروړونکو موتړو د تیلو له ټانکر سره ترافیکي پېښه کې ۵۲ تنه مړه دي

د کابل کندهار په لویه لار د غزني په سیمه کې د مسافروړونکو دوه موټر د تیلو له ټانکر سره ترافیکي نښته کړې چې له امله یې ۵۲ تنه مړه دي.

د غزني ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له امله ۷۳ تنه ټپیان د غزني ولایت روغتون ته رسول شوي دي.

د غزني د پولیسو مشر جنرال امین امرخیل ویلي چې درې واړه موټرو کې د ترافیکي پېښې له امله اور لګېدلی دی چې د موټر چلوونکي په کې مړه شوي دي.

امرخیل زیاتوي چې پېښه د غزني په مقر کې شوې ده او ډېرې کسان د اورلګېدنې له امله مړه شوي دي.

د غزني روغتون مشر باز محمد همت وايي چې ځینې ټپیان په پېښه کې ډېر سوځېدلي دي او دوی نه شي کولی چې د دوی درملنه په کندز کې وکړی نو کابل ته یې استولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button