د کندز د ولايتي شورا غړو په خپلو تازه څرگندونو کې د کندز امنيتي وضعيت خورا خراب بللی او حکومت يې د کندز ښار ژغورلو کې ناکام گڼلی دی. د ولايتي شورا غړي وايي، د کندز څلور دروازې اوسمهال د طالبانو تر کنترول لاندې دي او امنيتي ځواکونه نه شي کولی طالبان له دې دروازو په شا کړي.
د کندز د ولايتي شورا مرستيال توريال کاکړ پژواک سره خبرو کې امنيتي وضعه خرابه وبلله، او گواښ يې وکړ، که حکومت وضعيت ته پام ونه کړي، حالت به ډېر خراب شي او خلک به له سترو ستونزو سره مخ شي.
د دې ولايت د ولايتي شورا بل غړی امر الدين ولي وايي، له کابل، تخار او شېرخان بندر سره د کندز لارې تړلې او د طالبانو تر ولکې لاندې دي.
نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه، چې د کندز د امنيت ټينگښت کې ناکام دی او په نږدې وخت کې به د کندز خلک کډه کولو ته اړ شي.
هغه زياته کړه: «اوسمهال چرخ اب سيمه د طالبانو ولکه کې ده او امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي، د تېرو څلورو ورځو په اوږدو کې يې بېرته ونيسي. چرخ اب ولايت مقام ته تر ټولو نږدې سيمه ده او که د طالبانو له شتونه پاکه نه شي، طالبان له دغه ځايه پر ولايت مقام بريد کولی شي».
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ورځو کې د طالبانو له لوري د کندز ولايت د ځينو ولسواليو د بشپړ او د ځينو نورو د ډېری سيمو نيولو خبرونه ورکړل شوي دي. طالبان نن توانېدلي دي، قلعه زال ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو ونيسي. د کندز امنيه قوماندان قسيم جنگل باغ وايي امنيتي ځواکونه د يوه تکتيک په ترڅ کې له دې ولسوالۍ وتلي و او بېرته يې نيولې ده، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، ولسوالۍ اوس هم د دوی ولکه کې ده.
سره له دې چې د کندز چارواکي او لوړپوړي امنيتي مسوولين ټينگار کوي، چې کندز ښار به سقوط ته پرېنږدي، خو د ښار ډېری اوسېدونکي او پر جگړه بوخت د ملي اردو ځينې قوماندانان اندېښنه لري، چې طالبان به دغه ښار ونيسي.