واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوتازه راپورکې ويلي چې په جلال ابادکې د پاکستان کونسلګري ته څيرمه بريد د داعش يوې څانګې کړې، ورځپاڼه دا خبر د امريکا د يوې استخباراتي سرچينې له قوله لیکې، په خبرکې راغلي کونسلګرې ته څيرمه بريد د اسلامي دولت دخراسان ډلې يوه ګروپ کړې، ورځپاڼه د ننګرهار دامنیه قومنداني د و یاند حضرت حسین مشرقيوال له قوله داهم ليکلي چې په ۷تنو وژل شويوکې ۳تنه امنیتي ځواکونه اودوه استخباراتي کارکوونکې وو، دپاکستان دکونسلګري هيڅ کوم مامورته زيان نه دی اوښتي، خو د ودانيو د ماتې شويو ښیښو له امله يوشمېر عام وګړې سرسري ټپيان شوي دي، راپورونه وايي چې دغه بريد پريوه ميلمستون شوې چې دپاکستان دکونسګرۍ په خواکې و، ويل کيږي دغه ميلمستون اوس دننګرهار مرستيال والي مجمد حنيف ګرديوال دخپل ځان لپاره کور ګرځولی و، تراوسه لاجوته نه ده چې رښتياهم بريدګرو دپاکستان پرکونسلګرۍ دبريد اراده لرله اوکه امنيتي سرتيروي اوياهم مرستيال والي یې دبريد هدف و، په عین وخت کې د اسوشيدپریس اژانس د داعش داورپکې ډلې لخوا د دې بريد د ادعاکولو خبرهم خپور کړی
ديادونې وړ ده چې د دې پېښې نه وروسته داکتر اشرف غني د پاکستان لومړي وزيرنوازشريف ته په تليفون د خپلې خواخوږي څرګندونه وکړه اوپه افغانستان کې د پاکستاني ديپلوماتانو د امنيت د لا ټینګولو ډاډيې ورکړ