تاجکستان: د اسلامي نهضت گوند د مشر د کورنۍ غړي نیول شوي
د تاجکستان امنیتي ځواکونو د اسلامي نهضت گوند مشر «محي الدین کبیري» د کورنۍ غړي او نږدي دوستان نیولي دي. په نیول شوو کې د محي الدین کبیري پلار، ۹۵ کلن طلا کبیروف هم شامل دی.
د تاجکستان د حکومت مخالفو رسنیو د نیول شوو کسانو یو لست نشر کړ چې په دې لست کې د اوو تنو نومونه لیکل شوي دي؛ خو تر دې دمه د نیول شوو کسانو پوره شمیره نه ده معلومه. په دې لست کې د کبیري د پلار په گډون د ده ۵۴ کلن ورور، صفر کبیروف، ۶۰ کلنه خور، سعیده کبیروا، ۷۵ کلنه ترور یې، لعل خانم کبیروا همدارنگه د ورو کډه، د خور خاوند یې او د دې گوند د مشر خوریه هم شامل دي.
محي الدین کبیري د تاجکستان د پارلمان غړی دی. په تېرو پارلمانې ټاکنو کې د اسلامي نهضت گوند په سلو کې اته فیصده رایي تر لاسه کړې وې. دا په داسي حال کې ده چې د ګوند غړي د امام علي رحمان حکومت په ټاکنو کې په پراخ فساد تورنوي او په ټاکنو کې د څلویښتو څخه د لوړو رایو اخیستلو دعوه کوي.
تېره میاشت حکومت د تاجکستان اسلامي نهضت گوند د ترهگرۍ په لست کې شامل کړ او د گوند د غړو د نیولو حکم یې ورکړ. کبیري له هغې راهیسې له هېواده بهر په تبعید کې ژوند کوي.