افغانستانسلايډ

افغان چارواکي: د داعش مشر «حافظ سعید» وژل شوی

افغان چارواکي خبر ورکوي چې په افغانستان کې د داعش د ډلې مشر حافظ سعید د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې د داعش د جگړه‌مارو له نورو مشرانو غړو سره یوځای وژل شوی دی. په اسلام اباد کې مېشت افغان سفیر او د ولسمشر ځانگړی استازی حضرت عمر زاخیلوال له ډویچویله راډیو سره په مرکې کې ویلي چې حافظ سعید د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې د ننگرهار په کوټ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
زاخیلوال زیاتوي چې د حافظ سعید د مرگ په اړه به شواهد ډېر ژر له رسنیو سره شریکي شي. سفیر همدارنگه زیاته کړې چې حافظ سعید د جولای د میاشتې په ۲۶ وژل شوی دی. ځينو امریکايي چارواکو چې د نوم له اخیستلو څخه یې ډډه کړې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حافظ سعید وژل شوی دی.
که چېرې حافظ سعید وژل شوی وي نو دا به د داعش د ډلې په ټټر سخت گوزار وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button