
امریکا د بشار الاسد دا هیله چې د سوریې ټوله ځمکه به بیا له مخالفو وسلهوالو څخه ونیسي، یو غولېدونکی ارمان وباله. بشار الاسد تېره ورځ د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې هیله ښکاره کړه چې ډېر ژر به د سوریې ټولې ځمکې له مخالفو وسلوالو ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د بشار د جمعې ورځې څرگندونې په توندو ټکو رد کړې. ویاند زیاته کړه چې د بشار الاسد د جگړې هیله چې سوریه به یو وار بیا په خپل پوځي ځواک له وسلهوالو مخالفینو نیسي، هسې ځان غولوي.
بشار دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د نړۍ ځواکمنو هېوادونو د سوریې په اړه د جنگ د ودرولو پرېکړه وکړه، خو پر دې سربېره د روسي الوتکو بمباري تر دې دمه دوام لري.