پاموړسلايډ

ایفل برج په لنډو ټکو کې

ایفل برج د فرانسې په پاریس ښار کې جوړ شوی برج دی چې وروسته د میلالو فایډکټ ودانی لوړ برج دی، هر کال ورته د نړۍ له بیلابیلو سیمو خلک سیل ته راځي، ۲۰۱۵م کال کې ۶،۹۱ سیلانیان د ایفل برج لیدو ته راغلي.
د ایفل برج ساختماني کارونه په دوه کلونو کې بشپړ شوي، په ۱۸۸۷م کال کې پرې کار شروع شوی او په ۱۸۸۹م کال کې یې د جوړیدو چارې سر ته رسېدلي.
ګوسټیف ایفل هغه انجنیر دی چې ایفل برج یې جوړ کړی، چې اوس دا برج د همدې انجنیر په نوم یادیږي، نوموړی انجینیر ته په فرانسه کې لا ډام ډیفر وایي چې معنا یې وسپنیز سړی دی.
ایفل برج ۳۲۷ متر لوړ والی لري چې په درې برخو ویشل شوی چې لومړۍ او دویمه برخه کې یې د سیلانیانو لپاره ښایسته هوټل جوړ دي او دریمه برخه کې یې د پاریس د مخابراتو پاې لګول شوي.
د سیلانیانو لپاره د لومړۍ او دویمې برخه ته د ختلو لپاره هر سیلاني باید ۹ یورو ورکړي او د برج اخري برخې ته تلو لپاره ۱۶ یورو ټکټ دی.
په برج کې ۱۸۰۰۰ ټوټې وسپنه کارول شوې او ۶،۵۰۰،۰۰۰ میخونه په کې وهل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button