پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې يوې ويډيو د افغانستان د خلکو سخته غصه راپارولې ده. دغه وېډيو چې پرون خپره شوه، د کندهار د پنجوايي د پوليسو او عسکرو له لوري له يوه نامعلوم تن سره د هغوی بد چلن او شکنجه ښيي.
ويډيو کې ښکاري، چې پوليسو او عسکرو د يوه ځوان لاسونه تر شا ورتړلي، وهل ټکول ورکوي، ښکنځي يې او په رېنجر موټر پسې يې راکاږي، څو «حال» ووايي. وېډيو کې په پرله پسې توگه اورېدل کېږي: «حال ووايه، حال وايې که نه؟ ووايه د چا کس يې؟ …».
د کندهار چارواکو منلې ده، چې دا پېښه د پنجوايي او ميوند ولسوالۍ تر منځ حاجي عزيز سيمه کې شوې ده، خو هغوی دا وېډيو دوه کاله پخوانۍ بولي او په وينا يې عاملين يې نيولي دي.
د ټولنيزو شبکو او مدني فعالانو له لوري د پوليسو او عسکرو د دې کار سخته غندنه شوې ده.
شاعرې او ليکوالې او د کندهار اوونيزې مسوولې «مينه انتظار» پر خپله فېسبوک پاڼه له دې وېډيو سره ليکلي: «کش يې کئ، مړ يې کئ!»، بس همدا اوسنی کندهار دی».
همدا راز لیکوال او شاعر او د بېنوا وېبپاڼې مسوول خالد هادي دغه وېډيو له خپل حسابه خپره کړې او ليکلي يې دي: «دلته پولیس چي اصلي دنده يې د مجرم نیول او عدلي ارگانونو ته سپارل دي، هم د څارنوال کار کوي، هم يې پر سړکونو دوسیه څېړي، هم يې محکمه کوي، هم يې د قاضي پر ځای په سزا رسوي». هغه زياته کړې ده، که رښتيا هم په دې هيواد کې عدلي ارگانونه موجود وي او د قانون په نامه څه وي، دغه اشخاص چې نومونه او موټر يې معلوم دي، بايد د عدالت منگولو ته وسپاري.
د کابل پوهنتون استاذ او مدني فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند دغه وېډيو يو وحشت بللی او زياته کړې يې ده، چې په دې سره د ملت باور، د هيواد ملي امنيت او ملي حيثيت ته نور گواښ پېښېدلی شي.
د ټولنيزو شبکو نورو فعالانو هم د پوليسو او عسکرو دغه چلن غندلی او هر چا تر وېډيو لاندې خپلې خبرې ليکلې دي، چې دا کار يې د قانون او بشريت خلاف بللی او د عاملينو د مجازات غوښتنه يې کړې ده.
د کندهار اوسيدونکو په تېرو کلونو کې بيا بيا د پوليسو او عسکرو له لوري د بد چلن، بې گناه وهلو ټکولو او ان وژلو له امله شکايتونه کړي دي. هغوی وايي، هيڅ په هيڅ، په معمولي خبرو او لږ شک د پوليسو له لوري خلک وړل کېږي، چې ډېری يې وروسته مړه موندل کېږي.
دا لومړۍ وېډيو نه ده، چې د افغانستان د پوليسو او عسکرو له لوري په کې ورته جنايتونه کېږي، له دې وړاندې هم ګڼې داسې وېډيوګانې خپرې شوې دي، چې ښيي، پوليس او عسکر صحرايي محکمې تر سره کوي او خلک وژني.