پاکستان څرګنده کړې ده، چې افغان حکومت يې هڅولی دی طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند نفيس زکريا له خولې ليکلي، چې حزب اسلامي سره د افغان دولت د سولې تړون به پر طالبانو هم مثبت اغېز ولري.
نوموړي زياته کړې ده، چې پاکستان تل هڅه کړې ده د افغانستان ستونزې ته سياسي حل لار ولټوي. خو افغان دولت پر پاکستان تور لګوي چې دغه هڅې يې ريښتونې نه دي.
ولسمشر غني څه موده وړاندې وويل چې تر څو پاکستان په دې اړه عملي ګامونه پورته نه کړي، له دې وروسته به يې په ژمنو باور ونه کړو. له همغې ورځې را په دې خوا د سولې خبرې په ټپه ودرېدې.
د سولې د خبرو پر سر د افغانستان او پاکستان اړيکې په داسې حال کې خرابې دي، چې طالبان لا هم په دې اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ دي.
هغوی له افغان حکومته غواړي چې د سولې د خبرو د پيل لپاره دې لومړی ټول بهرني ځواکونه له هېواده ووځي، که نه دې خبرو ته به حاضر نه شي.