افغانستانسلايډ

اسلام اباد له کابل څخه د «پاکستان ضد» تبلیغاتو بندېدو غوښتنه وکړه

پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د سولې په اړه مذاکراتو کوربه توب ته تیاری ښودلی دی. ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړې استازې ډاکتر ملیحه لودي ویلي چې هېواد یې تیار دی چې د سولې په اړه د مذاکراتو د دوهم پړاو کوربه شي.

ملیحه لودي ټينګار کړی چې د دې لپاره به کابل کې د پاکستان پر ضد «تبلیغات» بندییږي.

اغلې لودي رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې چې افغان حکومت ته په کار داده چې د طالبانو سره د خبرو اترو د کوربه توب لپاره پاکستان څخه غوښتنه وکړي.

لودي د ملګرو ملتونو په عامې ناستې کې وویل چې د افغانستان د سولې دوې لارې دي چې یوه یې پوځي او بل خبرې اترې دي. د نوموړې په باور تېر ته په کتو سره د زور له لارې د سولې راوستل بریالي نه دي او نړیوال قوتونه هم د خبرو اترو له لارې د سولې راوستلو پلویان دي.

پاکستان له څه مودې راهیسې ټینګار کوي، چې د دوی په نوښت دې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې بهیر کې ګډون وکړي. تېره اوونۍ د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر ویلي و، د سولې پر داسې یوه میکانیزم کار کوي چې پر «بل هېواد» تکیه ونه لري.

په کابل کې د شاه شهید له خونړۍ پېښې وروسته افغان ولسمشر وویل، له پاکستانه نور د سولې تمه نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button