د افغانستان دولتي ادارو کې د فساد په اړبه د پژواک تازه نظرپوښتنه ښيي، چې پنځوس سلنه هيوادوال د خپلو کارونو د ترسره کولو پر مهال بډو ورکولو ته اړ شوي دي.
نظرپوښتنې څرگنده کړې ده، چې اووه ويشت سلنه هيوادوال د بډو په اړه د راپور په ورکولو کې په هيڅ دولتي او غير دولتي اداره باور نه لري. خو درويشت سلنه بيا وایي، اداري فساد سره د مخ کېدو پر مهال يې رسنيو ته خبر ورکړی دی.
خو د سرچينې په وينا پنځوس سلنه پوښتل شوي کسان په دې اند دي، چې رسنۍ پر اداري فساد هغومره زور نه راوړي، څومره چې اړين دی.
پوښتل شويو خلکو کې هرو لسو کسانو کې پنځو يې ويلي، له دې امله له ستونزو سره مخ شوي، چې له بډو ورکولو يې انکار کړی. پنځه ويشت سلنه وايي، له دې وېرې يې له بډو ورکولو مخ نه دی اړولی، چې کار به يې ونه شي او ستونزې به ورته راولاړې شي.
د سورې له مخې د افغانستان په عدلي او قضايي ارگانونو او محکمو کې له نورو ټولو ادارو فساد ډېر دی او کارونه يې د بډو ورکولو او اخيستلو په مټ پر مخ ځي.
د افغانستان محاکمو کې فساد سره مخ شوي وگړي وايي، په ځينو وختونو کې ترې ان لسگونه زره ډالر رشوت غوښتل شوی، چې څوک يې د ادا کولو سوچ هم نه شي کولی.