افغانستان
بلخ: درې اويا تنه له زندانه خوشې شوي دي

د تخار چارواکو خبر ورکړی، چې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ۷۳ تنه له زندانه خوشې کړای شوي دي. همدا راز د يو سل او درې تنو زندانيانو د بند موده کې هم کمي راوستل شوی دی.
د تخار د زندان مدير سمونيار سید محمد الحسين د دې خبر پخلی کړی. نوموړي ويلي، چې په خوشې شويو بنديانو کې لس تنه مېرمنې هم شته.
د بلخ گڼو چارواکو د دغو بنديانو د خوشې کولو مراسمو کې گډون کړی و.
هېره دې نه وي، چې څو ورځې وړاندې د ننگرهار له زندانه هم څه کم سل تنه بنديان خوشې شوي دي.