افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکوو

 پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده نن د ۲۰۱۵م په وروستۍ ورځ پای ته رسيږي، مگر د پاکستان کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي، چې دوی درې مېليونه افغانان په يو ځل له پاکستانه نه شي شړلی او اړ دي، چې افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره نور وخت ورکړي.

پاکستان له دې وړانډې درې ځل افغان کډوالو ته پاکستان کې د استوگنې اضافي وخت ورکړی او دا يې څلورم ځل دی، چې افغانانو ته د نور وخت ورکولو پرېکړه کوي.
د پاکستان کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان نن د پاکستان مشرانو جرگې «سنا» په خپل کلني راپور د افغان کډوالو په اړه وويل، چې دوی بايد افغان مهاجرينو ته نور وخت هم ورکړي، له دې پرته ورسره بله لاره نه شته او همدا رنگه افغان حکومت هم پر پاکستان ټينگار کوي، چې کډوال په زوره را ونه شړي او د اوسېدو موده يې نوره هم وغځوي.
د پاکستاني چارواکو په وينا د سرشمېرنې له مخې پنځلس لکه راجستر افغانان په پاکستان کې اوسيږي، نږدې دوه ميليونه ناقانونه افغان کډوال هم په پاکستان کې پراته دي او همدا رنگه لکونو افغانانو د پاکستان هويت پاڼې اخيستي او پاکستان کې پرې خپل کاروبار او ژوند کوي.
د چوهدري نثار په وينا کورنيو چارو وزارت، بلوچستان او خيبرپښتونخوا حکومتونه افغانانو ته د نور وخت ورکولو مخالف دي، مگر د سرحدو او مهاجرينو وزارت ټينگار کوي، چې افغانان بايد په زوره ونه شړل شي او نور قانوني وخت ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button