
راپورونه وايي چې د کابل په زړه کې د ملي دفاع وزارت تر څېرمه دوه غبرگې چاودنې شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د روغتیا وزارت چاورواکو منلې چې د پېښې له سیمې څخه تر دې دمه د دوو مړو جسدونه او دوه نور ټپیان روغتونونو ته رسېدلي دي.
د پېښې په اړه نور کره مالومات تر دې دمه نه دي خپاره شوي.