افغانستانسلايډ

کربي: لا هم فرصت شته چې طالبان سوله وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي څرگنده کړې ده، چې لا هم فرصت شته چې وسله وال طالبان له ملي يووالي حکومت سره خبرو اترو ته کښېني. کربي دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د طالبانو د پخواني مشر له وژل کېدو او د نوي مشر ملا هبة الله له ټاکل کېدو وروسته د ولسمشر اوباما په گډون گڼو امريکايي چارواکو افغان سوله تر ډېره ناشونې وبلله. امريکا او ناټو له هغې وروسته اعلان کړه، چې تر ۲۰۲۰ز به افغانستان کې پاتې شي. طالبانو هم په خپل وار وويل، چې تر څو بهرنيان وي تر هغې به جگړې ته ادامه ورکړي.

ښاغلي کربي امريکا غږ سره خبرو کې ويلي، چې د افغانستان د کړکيچ يوازنی حل خبرې اترې دي او امريکا يې ملاتړ کوي.

نوموړي وويل: «زموږ په نظر خبرې اترې غوره سياسي حل دی او افغانان يې بايد په سر کې وي، زموږ په نظر دا کار ترسره کېدی شي، خو دا په طالبانو پورې اړه لري، هغوی لا هم د يوې واقعي روغې جوړې فرصت لري».

کربي په عين وخت کې افغانستان کې د طالبانو حضور يو ستر گواښ بللی، چې په وينا يې بايد له پامه ونه غورځول شي.

بل پلو افغانستان کې د امريکا د هوايي ځواک د بريدونو ډېرېدو او جگړو کې د بهرنيو ځواکونو گډون ته په کتو سياسي شنونکي نظر ورکوي، چې طالبان به په دې ډول د سولې خبرو ته کښېنني. طالبانو پخوا بيا بيا څرگنده کړې ده، چې تر څو ټول بهرني پوځیان له هيواده ونه وځي، دوی به خپله جگړه جاري وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button